afghanestan flagافغانی

info@hafeztaplux.group

hafezgroup@gmail.com

 

+90 (542) 511 3030

Mecidiyeköy Yolu CAd, Şehit Ahmet Sok, No: 12 Kat:19 Daire:1906, TRUMP TOWER Kuştepe/ŞİŞLİ, İSTANBUL/TÜRKİYE

08.05.2021

په ترکیه کې جوړ شوی پرته د چلوونکي برښنايي بس د ولسمشر اردوغان لخوا امتحان شو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکي انجینیرانو لخوا جوړ شوی پرته د چلوونکي اوتومات برښنايي بس موټر امتحان کړ.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکي انجینیرانو لخوا جوړ شوی پرته د چلوونکي اوتوماتیک برښنايي بس موټر امتحان کړ.

ولسمشر اردوغان د کارسان او اداستیک د  شرکتونو لخوا په ګډه جوړ شوی پرته د چلوونکي اوتوماتیک برښنايي بس موټر د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې امتحان کړ او د مسئولینو نه يي د نوموړي برښنايي بس موټر په اړه معلومات واخیستل.

ولسمشر اردوغان  د نوموړي بس په اړه د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې " پداسې یو حساس وخت کې چې په ټوله نړۍ کې د پاکې انرژۍ مصرف ته تر هر وخت  ډیر لومړیتوب ورکول کیږي انشاالله چې دا بس موټر به زمونږ ویاړ او افتخار وګرځي."

همداشان ولسمشر اردوغان د نوموړي برښنايي بس موټر سره خپل انځور خپور کړی او لاندې ترې لیکلي دي چې " قدرمنو ورورنو، په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره تولید ته چمتو د  څلورمې سویې پرته د چلوونکي او برښنايي بس موټر ( اټاک الکټریک ) مو نن د ولسمشرۍ په مجتمع کې امتحان کړ. د کارسان او اداستیک د شرکتونو لخوا جوړ شوی د اټاک الکټریک په نامه دا بس به پداسې یو حساس وخت کې چې په ټوله نړۍ کې پاکې انرژۍ ته تر ټولو ډیر  لومړیتوب ورکول کیږي زمونږ افتخار او ویاړ وګرځي. زمونږ هیواد ته مبارک وي او انشاالله چې د خیر وسیله وګرځي."

Top